د شمال زون د مدافع وکیلانو آمریت او د بلخ ولایت د مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۱
.

د شمال زون د مدافع وکیلانو آمریت د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د بلخ ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
دا ناسته د بلخ ولایت د عدلیې ریاست په تالار کې جوړه شوه، چې په‌کې د مدافع وکیلانو تر منځ د لازیاتې همغږۍ، د مدافع وکیلانو د انسجام طرزالعمل له مخې د چارو د ترسره کولو، د مالیاتو تصفیې اړوندو مسایلو، د عوایدو د ثبت کتاب او د چارو ښه تنظیم په اړه بحث وشو.
په دې ناسته کې مدافع وکیلانو هم خپلې ستونزې د شمال زون د مدافع وکیلانو آمریت له مسؤولینو سره شریکې کړې، چې د حل ډاډ په برخه کې هغو ته ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۵۴. . .

BACK TO NEWS