د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په ۷ ولایتونو کې د څه باندې ۸۰ زره ۲۶۳ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۱:۴۴
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د روژې د میاشتې په اوږدو کې په هلمند، لوګر، بامیان، جوزجان، پروان، دایکندي او کندهار ولایتونو کې څه باندې اتیا زره دوه سوه دري شپېته (۸۰۲۶۳) جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تشخيص څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.
د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په هلمند ولایت کې موقعیت لري چې څه باندې پنځوس زره نهه سوه نهه اويا (۵۰۹۷۹) جریبه ځمکه په‌کې شامله ده.
دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه باندې درې سوه څلور دېرش زره یو سلو نهه (۳۳۴۱۰۹) جریبه امارتي ځمکه په ۲۱ ولایتونو کې تشخیص کړې او څه باندې پنځه سوه دوه نوي زره څلور سوه اووه پنځوس (۵۹۲۴۵۷) جریبه نوره ځمکه هم په ۳۰ ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.
د امارتي ځمکو د بررسۍ، تشخيص او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۴:۴
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شوال د میاشتې په ۱۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر مسئولينو سره د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو یو شمېر مسئولينو تر منځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د عدلیې رئیس مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۲:۰
Background image

له راستنېدونکو کډوالو سره د معاملاتو لارښوونې د دفترونو پر جدي همکارۍ د پکتیا د عدلیې رئیس ټینګار

د پکتیا ولایت د عدلیې رياست او د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې د یو شمېر استازو تر منځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه.
په. . .

BACK TO NEWS