د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا غونډه جوړیدل

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د سهشنبې په ورځ، د روژې د میاشتې په ۱۱مه نېټه د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې مرکزي رئیسانو او د یاد وزارت د بېلابېلو برخو مسؤولینو ګډون درلود او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د ملي عوایدو د ضایع کېدو د مخنیوي په منظور د رسمي سټو له لارې د املاکو د معاملاتو د ترسره کولو، یو شمېر اتحادیو لپاره د فعالیت جواز د صادرولو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو او په هکله یې لازم تصامیم ونیول شول.