په بلخ ولایت کې د څه باندې ۲۰ زره جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۳:۴۱
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د شعبان د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه. 
په دې ناسته کې د یاد ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ په چشمه ګنج ساحه کې د شل زره او نهه څلوېښت (۲۰۰۴۹) جریبه ځمکې او د بلخ ولسوالۍ په شوره چمن کلي کې د څه باندې شپږ پنځوس (۵۶) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یې یادې ساحې امارتي تثبیت او تشخیص شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶

BACK TO NEWS