په جوزجان ولایت کې دڅه باندې ۲۵۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۴:۳۶
.

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۲۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د جوزجان ولایت د مرکز اړوند د دوه سوه يو (۲۰۱) جريبه ځمکې او  د دغه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د شپږ پنځوس (۵۶) جريبه ځمکو دوسيې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.
تخنیکي هیئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې بشپړې شي او د هغو په هکله دې املاکي څېړنې ترسره شي.
همدارنګه، په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل ولایت د استيناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، محترم مفتي ضياء الحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د کابل ولایت د استيناف محمکې رئيس، محترم مفتي ذبیح الله ساجد سره په یوې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۰
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره وکتل

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد «محمد طلحه» د یو پلاوي په مشرۍ پکتيا او خوست ولایتونو  ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره یې د همغږۍ جلا جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۴
Background image

په کنړ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کنړ ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د شوال د مياشتې په ۲۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، اسعد آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

نظارت. . .

BACK TO NEWS