د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو د عمومي ریاست د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو نوی رئیس معرفي شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۱۳
.

 محترم مولوي رحمت ګل چې د عدلیې وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ په اساس د یاد وزارت د امارت د قضایاوو  دعمومي ریاست د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو د نوی رئیس په حیث تعیین شوی، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ریاست کارمندانو ته معرفي شو.

دا مراسم د رجب المرجب د میاشتې په ۱۷ نېټه د شنبې په ورځ د امارت د قضایاوو د عمومي رئیس، محترم مولوي احسان الله وثیق، د کارکوونکو د چارو رئیس، محترم مفتي رحمت الله حلیم او د یاد وزارت د بېلابېلو برخو د نورو رئیسانو او مسؤولینو په ګډون ترسره شوو.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو عمومي رئیس په خپله وینا کې، د یاد ریاست د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو رئیس ته د نوي موقف د مبارکۍ ترڅنګ له هغه څخه وغوښتل چې د مسؤولیتونو د اجرا او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې له هیڅ ډول هلوځلو څخه ډډه ونه‌کړي.

له ‌بلې‌خوا د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس تغییر او تبدیل په نظام او اداره کې یو اصل وباله او د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو ریاست نوي رئیس ته یې د لازیاتو بریاوو هیله وکړه.

محترم مولوي رحمت ګل له دې وړاندې د اسلامي امارت د سترې محکمې د مرکز د تمیز جزا دیوان د محرر غړي په توګه دنده ترسره کوله.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۴:۴۲
Background image

د کورونو د کرايې د کنټرول د ګډې کمېټې ناسته جوړه شوه

 د کورونو د کرايې د کنټرول ګډه کمېټه چې د عدليې وزارت په رهبرۍ او د امنيې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو  اړوندو امارتي ادارو په غړيتوب جوړه شوې، خپله لومړۍ ناسته ترسره کړه.

دا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۴۷
Background image

په باميان ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د باميان ولایت عدلیې رياست د صفر‌المظفر د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۲۲
Background image

د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په ۱۰ ولایتونو کې د څه باندې ۳۷ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم‌الحرام د میاشتې په اوږدو کې په فارياب، جوزجان، دايکندی، غور، خوست، لوګر، نيمروز، سرپل، ارزګان او ميدان وردګ. . .

BACK TO NEWS