د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو د عمومي ریاست د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو نوی رئیس معرفي شو
محترم مولوي رحمت ګل چې د عدلیې وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ په اساس د یاد وزارت د امارت د قضایاوو دعمومي ریاست د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو د نوی رئیس په حیث تعیین شوی، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ریاست کارمندانو ته معرفي شو.
دا مراسم د رجب المرجب د میاشتې په ۱۷ نېټه د شنبې په ورځ د امارت د قضایاوو د عمومي رئیس، محترم مولوي احسان الله وثیق، د کارکوونکو د چارو رئیس، محترم مفتي رحمت الله حلیم او د یاد وزارت د بېلابېلو برخو د نورو رئیسانو او مسؤولینو په ګډون ترسره شوو.
په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو عمومي رئیس په خپله وینا کې، د یاد ریاست د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو رئیس ته د نوي موقف د مبارکۍ ترڅنګ له هغه څخه وغوښتل چې د مسؤولیتونو د اجرا او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې له هیڅ ډول هلوځلو څخه ډډه ونهکړي.
له بلېخوا د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس تغییر او تبدیل په نظام او اداره کې یو اصل وباله او د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو ریاست نوي رئیس ته یې د لازیاتو بریاوو هیله وکړه.
محترم مولوي رحمت ګل له دې وړاندې د اسلامي امارت د سترې محکمې د مرکز د تمیز جزا دیوان د محرر غړي په توګه دنده ترسره کوله.