په بلخ ولایت کې د ۱۷ دارالوکالو نظارت او بررسي کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴
.

 د بلخ ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، مزار شريف ښار په پنځمه ناحیه کې له ۱۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه او نور سندونه بررسي کړل.

مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د بلخ ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۵۲
Background image

په بادغیس ولایت کې د ۱۲۵۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د بادغیس ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شوال د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۴۹
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د شوال د میاشتې په ۱۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۴۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۱۱ دارالوکالو نظارت او بررسي

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۱. . .

BACK TO NEWS