د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په ۱۱ ولایتونو کې د څه باندې ۶۵ زره ۲۲۹ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۱۰
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې په اوږدو کې په کندز، جوزجان، تخار، غزني، غور، پکتيا، خوست، زابل، ميدان وردګ، باميان او پنجشیر ولایتونو کې څه باندې پنځه‌شپېته زره دوه‌سوه نهه‌ویشت (۶۵۲۲۹) جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په غزني ولایت کې موقعیت لري چې ديارلس‌زره دوه‌سوه پنځه‌اتيا (۱۳۲۸۵) جریبه ځمکه په‌کې شامله ده.

دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه باندې یوسلو شپږ څلوېښت زره اووه‌سوه دري‌نوي (۱۴۶۷۹۳) جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه باندې څلور سوه دري‌شپېته زره دوه‌سوه پنځه (۴۶۳۲۰۵) جریبه نوره ځمکه هم په ۲۹ ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS