د جوزجان ولایت د عدلیې ریاست او خیریه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۴:۰
.

د جوزجان ولایت د عدلیې ریاست او خیریه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ناسته د عدلیې رئیس، مولوي امرالله مصلح او د دغه ریاست د نورو مسؤولینو په ګډون سره جوړه شوه.

په دې ناسته کې چې، د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۷ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ جوړه شوه، په دې ولایت کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د خیریه بنسټونو په واسطې د ژمي په موسم کې د بشردوستانه مرستو د ویشلو څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت د عدلیې ریاست مسؤولینو د خیریه بنسټونو ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ. یادو بنسټونو مهاجرینو او راستنېدونکو ته د بشردوستانه مرستو رسولو او د همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې ژمنه وکړه.

دغه راز په دې ناسته کې د جوزجان ولایت د خیریه بنسټونو د اتحادیې د سندونو د مراحلو تېرولو په اړه هم خبرې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS