په کندز ولایت کې د څه باندې ۴۰۰ جريبه ځمکې بررسي

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۱:۱۵
.

د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د تخنیکي هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د ياد ولایت د علي آباد ولسوالۍ په ګم سای، حاجي محمدحسین، قوشقاق او لایقه ساحو کې د درې‌سوه نهه‌دېرش (۳۳۹) جریبه ځمکې، د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په الم قشلاق ساحه کې د پنځوس (۵۰) جریبه ځمکې او د قلعه ذال ولسوالۍ اړوند په صافي کوټ ساحه کې د ديارلس (۱۳) جریبه ځمکې دوسیو په اړه بحث وشو.

د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې یو هيئت مؤظف شو چې د دغو ساحو په اړه راپور بشپړ کړي او په راتلونکې ناسته کې یې تخنيکي هیئت ته وړاندې کړي.

په دې ناسته کې د کندز ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسيې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS