په بلخ ولایت کې د څه باندې ۲۸۱ جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادالأولی د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګدون ترسره شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د څه باندې دوه سوه یو اتيا (۲۸۱) جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې.
تخنیکي هیئت له هر اړخیز بحث څخه وروسته د یادو دوسیو په اړه لازم تصامیم ونیول.