په کابل او څو نورو ولایتونو کې د څه باندې ۱۷ زره جریبه ځمکې په اړه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د رهبرۍ ناسته

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۸:۴۲
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته د ربیع‌الثاني د میاشتې په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزیر او د یاد کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه او د څه باندې ۱۷ زره جریبه ځمکو دوسیې په‌کې بررسي شوې.

په دې ناسته کې د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي حمدالله نعماني، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د سترې محکمې استازي  محترم شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر  محترم مولوي احسان الله وثیق او نور مسؤولینو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د کابل د چهارآسیاب او موسهي ولسوالیو د ځمکو، په چهار آسیاب کې د رفاه ښارګوټي، په شکردرې ولسوالۍ او ۱۷مه ناحیه کې د سلګونو جریبو ځمکو د تصفیې په اړه بحث وشو. دغه راز کمېسیون په بلخ، جوزجان، کندز، میدان وردګ، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو دوسیې بررسي کړې.

په یاده ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په یادو ولایتونو کې د څه باندې اولس‌زره (۱۷۰۰۰) جریبه ځمکې له مجموع څخه د هغې نږدې پنځلس‌زره (۱۵۰۰۰) جریبه امارتي تثبیت کړه. دغه راز یو شمېر دوسیې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته وسپارل شوې او پاتې نورو دوسیو په اړه هم لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS