د کنړ ولایت د یو شمېر عریضه لیکونکو له فعالیت څخه بررسي او نظارت

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۱:۴۲
.

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست د انسجام لوی مدیریت، د ربیع الاول د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز په اسعداباد ښار کې د یو شمېر عریضه ليکونکو څخه نظارت او د هغوی فعاليتونو بررسي کړل

د دغه نظارت په ترڅ کې د عریضه ليکونکو د فعالیت له څرنګوالي څخه بررسي ترسره شوه او هغوی ته توصیه وشوه چې له خلکو سره ښه چلند ولري او د زیاتو پیسو له اخیستلو څخه ډډه وکړي. دغه راز هغوی ته له رسمي عریضو څخه د استفادې او دعریضې لیکلو د ډول او د نورو مواردو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

د عدلیې وزارت په دوامداره توګه په هېواد کې د ټولو عریضه ليکونکو فعالیتونه نظارت او بررسي کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۵۲
Background image

په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د البرز ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS