عدلیې وزارت د ۵ خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو دفترونه د غیرقانوني فعالیتونه په دلیل وتړل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۴۰

د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو نظارتي پلاوي د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې ۳۴ ټولنې چې خیریه بنسټونه او اتحادیې پکښې شاملې دي، په کابل ښار کې نظارت او بررسي کړل چې په پایله کې د یادو ټولنو ۵ دفترونه د غیرقانوني فعالیت په دلیل وتړل شول.

دا بررسۍ د ۱۴۰۳ هـ.ل کال د زمري او وږي په میاشتو کې ترسره شوې او په ترڅ  کې یې د ۱۸ اتحادیو، ۱۵ خیریه بنسټونو او یوې شورا فعالیتونه نظارت او د یاد هېئت له‌خوا وارزول شول چې له دې جملې څخه درې خیریه بنسټونه، یوه اتحادیه او یوه شورا د رسمي جواز نه‌لرلو، د جواز د مودې پای ته رسېدلو او یو لړ سرغړونو په دلیل وتړل شول.

د څارنې پلاوي د دغو خیریه بنسټونو او اتحادیو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت له اصولو او پالیسۍ سره سم فعالیت وکړي او دغه راز له هغوی څخه یې وغوښتل چې په خپل‌وخت د خپلو فعالیتونو راپور د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ریاست ته وړاندې کړي.

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل ولایت د استيناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، محترم مفتي ضياء الحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د کابل ولایت د استيناف محمکې رئيس، محترم مفتي ذبیح الله ساجد سره په یوې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۰
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره وکتل

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد «محمد طلحه» د یو پلاوي په مشرۍ پکتيا او خوست ولایتونو  ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره یې د همغږۍ جلا جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۴
Background image

په کنړ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کنړ ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د شوال د مياشتې په ۲۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، اسعد آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

نظارت. . .

BACK TO NEWS