په ۲۱ ولایتونو کې ۶۵۴۵ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د تېرو شپږو ورځو په اوږدو کې (د صفرالمظفر د میاشتې له ۱۳ څخه تر۱۸ نېټې پورې) د ۲۴ برنامو جوړولو په ترڅ کې ۶ زرو ۵۴۵ تنو ته د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
په دغو برنامو کې چې د مرکز په شمول په بادغیس، غور، خوست، جوزجان، غزني، ننګرهار، کنړ، پروان، کندوز، سمنګان، سرپل، بامیان، ميدان وردګ، بغلان، لوګر، ارزګان، هلمند، لغمان او پنجشیر ولایتونو کې جوړې شوې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د هېوادوالو حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی وړاندې شو.
دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستې د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.
د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.