په ۲۱ ولایتونو کې ۶۵۴۵ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

barekzai_admin
Mon, Aug 26 2024 3:08 PM
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د تېرو شپږو ورځو په اوږدو کې (د صفرالمظفر د میاشتې له ۱۳ څخه تر۱۸ نېټې پورې) د ۲۴ برنامو جوړولو په ترڅ کې ۶ زرو ۵۴۵  تنو ته د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

په دغو برنامو کې چې د مرکز په شمول په بادغیس، غور، خوست، جوزجان، غزني، ننګرهار، کنړ، پروان، کندوز، سمنګان، سرپل، بامیان، ميدان وردګ، بغلان، لوګر، ارزګان، هلمند، لغمان او پنجشیر ولایتونو کې جوړې شوې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د هېوادوالو حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی وړاندې شو.

دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستې د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.

د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS