په ۲۱ ولایتونو کې ۶۵۴۵ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۵:۸
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د تېرو شپږو ورځو په اوږدو کې (د صفرالمظفر د میاشتې له ۱۳ څخه تر۱۸ نېټې پورې) د ۲۴ برنامو جوړولو په ترڅ کې ۶ زرو ۵۴۵  تنو ته د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

په دغو برنامو کې چې د مرکز په شمول په بادغیس، غور، خوست، جوزجان، غزني، ننګرهار، کنړ، پروان، کندوز، سمنګان، سرپل، بامیان، ميدان وردګ، بغلان، لوګر، ارزګان، هلمند، لغمان او پنجشیر ولایتونو کې جوړې شوې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د هېوادوالو حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی وړاندې شو.

دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستې د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.

د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۷۶۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنیکي هيئت په دې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۳۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو نظارت کېدل

د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند په څلورمه ناحيه کې، د معاملاتو لارښوونې له یو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په. . .

BACK TO NEWS