په ملي تخنیکي حمایوي (ان، تی، ای) قراردادي بستونو کې د غاښونو ډاکټر یو بست اعلان!

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۵:۴۱
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت لوړو موخو ته د رسیدلو، کار اهل د کار د سپارلو، د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام په منظور په ملي تخنیکي حمایوي (ان، تي ،اې) قراردادي بستونو کې خپل (۱) بست د غاښونو ډاکټر! له ۱۴۰۳/۵/۱۳ تر ۱۴۰۳/۵/۲۳هـ. ش نېټې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: په ملي تخنیکي حمایوي (ان، تي،اې) قراردادي بستونو کې د غاښونو ډاکټر

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

د پست موقعیت: کابل

د بست شمېر: (۱) بست

د معاش اندازه: E) ګرېډ لومړی قدم د میاشتې (۲۲۵۰۰) افغانۍ

د استخدام شرایط: لږ تر لږه په استوماتولوژي برخه کې د لیسانس تحصیلي سند د استوماتولوژي متخصص ته لومړیتوب ورکول کېږي

کاري تجربه: د دندې اړوند لږ تر لږه دوه کاله تجربه

تسلط په: رسمي ژبوښتو او دري)

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي او په دقیق ډول د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies