د نورستان ولایت تخنیکي هیئت د نورګرام ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل
د نورستان ولايت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت او د دغه ولایت نورګرام ولسوالۍ قومي مشرانو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د سه شنبې په ورځ جوړه شوه.
په یاده ناسته کې د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت رئيس، له قومي مشرانو سره په خبرو کې د ځمکو د غصب د مخنيوي قانون په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه په ياده ناسته کې قومي مشرانو هم د خپلو شته ستونزو یادونه وکړه او زياته یې کړه چې، د نورستان ولایت له نورو قومې مشرانو سره دې هم ورته ناستې جوړې شي.