په اوو ولایتونو کې ۸۳۵ تنو ته حقوقي برنامې وړاندې شوې

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۴:۴۷
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په شپږو نورو ولایتونو کې ۸۳۵ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دغه برنامې چې د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې  په ورځ د مرکز په ګډون په بلخ، غور، کونړ، بادغیس، پروان او ارزګان ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو  برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۱:۳۷
Background image

د عدليې وزیر د کابل له والي، ولسوالانو او امنیتي مسؤولینو سره په یوې ناسته کې د ځمکو له غاصبینو سره پر جدي مبارزې ټینګار وکړ

 د عدليې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیو او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس، محترم شیخ‌ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د کابل له والي، ولسوالانو او د ولسوالیو له امنیې قوماندانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۱:۹
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه او ۳ موټر پلورنځي وتړل شول

 د ننګرهار د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د رجب ‌المرجب د مياشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال‌آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۳ دفترونو او د غني خيل ولسوالۍ اړوند. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو له واليانو سره وليدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې تېره اوونۍ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو  ته سفر وکړ او له. . .

BACK TO NEWS