په اوو ولایتونو کې ۸۳۵ تنو ته حقوقي برنامې وړاندې شوې

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په شپږو نورو ولایتونو کې ۸۳۵ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.
دغه برنامې چې د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د مرکز په ګډون په بلخ، غور، کونړ، بادغیس، پروان او ارزګان ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.
د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.