د دفاع وکالت د دریم دور ورودي ازموینه کې ګډون لپاره د نوم لیکنې نېټې د تمدید په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hakeem_admin
.

د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته خبر  ورکول کیږي، چې د دفاع وکالت د دریمې دورې د ورودي ازموینې  لپاره نوم لیکنه د روان کال سر له نن سه شنبې د غبرګولي د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه ۲۰ ورځې نوره هم تمدید شوه.

د نوم لیکنې پروسه یواځې د عدلیې وزارت په مقر کې د مدافع وکیلانو په ریاست کې ترسره کیږي او د نوم لیکنې په مهال د غوښتونکي حضور حتمي دی. دغه راز د غوښتونکو سیرت او صورت باید د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سنتو مطابق وي؛ له دې پرته پروسه کې نه شاملیږي.

اړین اسناد :

د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي د تحصیلی اسنادو رنګه کاپي

د تابعیت تذکرې رنګه کاپي

څلور قطعي عکسونه ۴/۳

د ورودي ازموینې فورمه ډکول (۵۰۰افغانۍ)

په ازموینه کې د ګډون د کارتونو د توزیع او د ازموینې نېټه وروسته اعلانیږي

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۰
Background image

د دفاع وکالت څلورمې دورې لپاره د ورودي ازموینې د نوم لیکنې بهیر د تمدید په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د دفاع وکالت د جوازلیک ټولو محترمو غوښتونکو ته خبر ورکول کېږي چې، د دفاع وکالت په څلورمې دورې کې د ورودي ازموینې لپاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د سلواغې د میاشتې ۲۰ نېټې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۸
Background image

د دفاع وکالت د څلورمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د څلورمې دورې د ورودي ازموینې لپاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د لړم د میاشتې په ۱۹ نېټه د شنبې په ورځ چې د . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۵ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۵ دوره د تلې د میاشتې په ۲۱ نېټه د شنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې۱۰ تنه مدافع وکیلان . . .

Back to announcements