د دفاع وکالت د دریم دور ورودي ازموینه کې ګډون لپاره د نوم لیکنې نېټې د تمدید په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hakeem_admin
.

د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته خبر  ورکول کیږي، چې د دفاع وکالت د دریمې دورې د ورودي ازموینې  لپاره نوم لیکنه د روان کال سر له نن سه شنبې د غبرګولي د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه ۲۰ ورځې نوره هم تمدید شوه.

د نوم لیکنې پروسه یواځې د عدلیې وزارت په مقر کې د مدافع وکیلانو په ریاست کې ترسره کیږي او د نوم لیکنې په مهال د غوښتونکي حضور حتمي دی. دغه راز د غوښتونکو سیرت او صورت باید د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سنتو مطابق وي؛ له دې پرته پروسه کې نه شاملیږي.

اړین اسناد :

د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي د تحصیلی اسنادو رنګه کاپي

د تابعیت تذکرې رنګه کاپي

څلور قطعي عکسونه ۴/۳

د ورودي ازموینې فورمه ډکول (۵۰۰افغانۍ)

په ازموینه کې د ګډون د کارتونو د توزیع او د ازموینې نېټه وروسته اعلانیږي