پکتیا ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۲۰:۲۱
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور پکتیا ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغه سفر کې دکور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کرنې او اوبو لګولو د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو عمومي رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د یاد کمېسیون مشرتابه د پکتيا ولایت د والي له مرستیال او له نورو ملکي او نظامي مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره ناسته جوړه کړه او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په تړاو په کې خبرې وشوې.

په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست او د ياد کميسيون رئيس شيخ الحدیث مولوي عدالحکيم شرعي، اتفاق او اتحاد ته په اشارې سره وويلې چې که تخنيکي هيئت خپلو ترمنځ او له نورو امارتي ادارو سره بشپړه همغږي ولري نو ټولې ستونزې به حل شي.

همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې د تخنيکي هيئت کار د ځمکې تثبیت او تشخيص او د اوړندو معلوماتو راټولول دي، د امارتي‌والي او شخصيتوب پرېکړه یې اختصاصی محکمه ترسره کوي.

په دغې ناسته کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، له خلکو وغوښتل چې د غصب شويو ځمکو په راګرځولو کې له کمېسيون سره مرسته وکړي.

همداراز هغه زياته کړه چې د اجارې ورکولو قانون د امير المؤمنين حفظه الله تعالی له لوري تصویب شوی دی او موږ چمتو یو چې ټولو سوداګرو ته ځمکې په اجاره ورکړو.

په یاد ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمد الله نعماني وویل چې، په هېواد کې د ځمکو د غصب مخنيوي قطعي اړتیا ده چې په تېرو وختونو کې په دې اړه کار شوی و، خو د ځينو ستونزو له امله دا کار ترسره شوی نه دی.

همدارنګه هغه زیاتوي چې د غصب شویو ځمکو په راګرځولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو او هڅه کوو چې دا ستونزې حل شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت معين، مولوي اسماعيل غزنوي په یاده ناسته کې ګډون والو ته د خپلو خبرو په ترڅ کي وويل، په هېواد کې د اشغال خاتمه اړينه وه، اوس یې ساتنه او جوړول هم ضروري دي.

نوموړي زیاته کړه چې، زموږ هېواد یو کرنیز هېواد دی، په جوړولو او پرمختګ کې یې باید يو لاس شو لکه څرنګه چې د اشغال په ختمولو کې وو.

د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل په تېر ۲۰  کلن اشغال کې د هېواد ډېر خلک زيانمن شوي دي او دغو زيانونو، مظلوميتونو او محروميتونو ته رسيدګي د اسلامي امارت د لومړيتوبونو له جملې څخه ده.

په ياده ناسته کې د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني وویل، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له رامنځته کېدو دوه کلونه تېرېږي او دا کمېسیون دنده لري چې غصب شوې ځمکې راوګرځوي او د لا زيات غصب مخنیوی وکړي.

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه چې په تېرو ۴۵ کلونو کې په هېواد کې ډېرې ځمکې غصب شوي، پر ډېریو تصرفات شوی او ډېرې په خپل‌سره پلورل شوي هم دي چې په دې برخه ډېر دقت او کار ته اړتيا شته او په دې هکله د امیر المؤمنین حفظه الله تعالی هدایت همدا دی چې ولایتي مسوؤلين دې له تخنيکي هئیتونو سره ملاتړي وي.

همدارنګه نوموړي د غصب شويو ځمکو د راګرځولو په پرخه وويل، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په ډېره کمه موده کې ډېرې غصب شوې ځمکې راګرځولې دي.

په یاه ناسته کې د پکتیا ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو هم د دغه ولایت له تخنیکي هیئت او د ځمکو د غصب د مخنیوي له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې هم بررسي کړې او په دغې برخه کې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۷۶۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنیکي هيئت په دې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۳۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو نظارت کېدل

د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند په څلورمه ناحيه کې، د معاملاتو لارښوونې له یو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په. . .

BACK TO NEWS