تېره اوونۍ په کابل کې ۱۹۱ تنو ته حقوقي عامه پوهاوی وړاندې شو

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۰
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په کابل ښار کې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې ۱۹۱ تنو ته حقوقي عامه پوهاوی وړاندې کړی دی.
دغه ریاست په یاده موده کی د حقوقي عامه پوهاوي برنامې د کابل ښار په ۳ بیلابیلو ناحیو کې جوړې کړي دي.
همداراز نوموړي ریاست د تېرې اونۍ په ترڅ کې د حقوقي مرستو په لړ کې له ۹ تنو بی وزله کسانو سره په جزائي او مدني قضاياو کې مرستې کړي دي.  
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د حقوقي مرستو او مشورې وړاندې کولو، د حقوقي پوهاوي وړاندې کولو برنامې جوړولو او داسې نورو برخو کې د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې فعالیت لري او موخه یې دا ده چی خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د عدلیې وزیر د غصب شویو ځمکو د استرداد په بهیر کې پر لا زیات جديت ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سېشنبې په ورځ د غزني، پکتیا او ننګرهار ولایتونو د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

د لغمان ولايت عدليې رئيس د الیشنګ ولسوالۍ له ولسوال سره وکتل

 د لغمان ولايت د عدليې رئيس مولوي عبدالستار حماس او ورسره مل پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۷ مه نېټه، د شنبې په ورځ د دغه ولايت الیشنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د يادې ولسوالۍ له ولسوال قاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د شوال د مياشتې په ۱۹مه نېټه، د دو‌شنبې په ورځ، ­ د عدلیې رئیس، مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS