دوه ګوندونه او ۷۵ ټولنې د غیرقانوني فعالیت په دلیل امنیتي ارګانونو ته معرفي شول

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۳:۵۱
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېر یو کال په اوږدو کې دوه سیاسي ګوندونه او ۷۵ ټولنې د غیرقانوني فعالیت په دلیل امنیتي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

د یاد وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست په ۱۴۰۲ هجري شمسي کال کې د هېواد په کچه د سلګونو ټولنو له فعاليت څخه نظارت او بررسي ترسره کړې ده. د یاد نظارت او بررسۍ په پایله کې، دوه سیاسي ګوندونه او د لغو شویو ټولنیزو بنسټونو او خيریه بنسټونه په شمول ۷۵ ټولنې چې په غیر قانوني بڼه او د فعاليت جواز څخه یې پرته فعاليت ترسره کاوه، مشخص شوي دي.

یاد ګوندونه او ټولنې د عدلیې وزارت له لوري تړل شوي او د هغو مسؤولین اړوندو امنیتي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

دغه راز د یادو  بررسیو سره په پایله کې، له هغو ۱۷ خيريه بنسټونو چې په کارونو کې یې نیمګړتیاوې او خلاګانې موجودې وې او د اصولو خلاف یې کار ترسره کاوه، ژمنه اخيستل شوې چې خپل فعالیتونه له اصولو سره سم پر مخ یوسي. په همدې کال کې  ۱۹ خيريه بنسټونه هم په ټاکل شوي وخت د جواز نه تمدیدولو په دلیل د عدلیې وزارت له لوري لغو اعلان شوي دي.

د عدلیې وزارت په دوامداره توګه په یاد وزارت کې د ثبت شویو ټولنو له فعالیت څخه نظارت کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۴:۴۸
Background image

په کندز ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو د فعالیت نظارت کېدل

د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادي الاول د مياشتې په ۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ، دوه‌يمې او درېيمې ناحیو کې د یو شمېر عریضه ليکونکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۳:۵۱
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۵۴۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته، د جمادي الاول د میاشتې په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د مزار شريف د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معين د کنړ ولایت له والي سره وکتل

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ، ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، دغه پلاوي د جمادي الاول د میاشتې په ۲ مه نېټه د دوشنبې په. . .

BACK TO NEWS