د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۱:۴۴
.

د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د کب د میاشتې په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې رئیس قاري شکر الله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون سره جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د کاپیسا عدلیې رئیس حاضرۍ ته د کارمندانو په باندۍ، له اوامرو څخه د اطاعت، په وخت د چارو ترسره کولو او له اداراتو سره په همغږۍ ټینګار وکړ او کارمندانو ته یې لازمې توصیې وکړې.

له بلې خوا د یاد ریاست د بېلابېلو برخو آمرینو او کارمندانو د کاري چارو ښه والي په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل او د عدلیې رئیس په دې هکله لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرو درې ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه او ۸ استوګنیز. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۱۷
Background image

په کابل ښار کې ۳ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۷
Background image

د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې د یاد ریاست په مقر کې. . .

BACK TO NEWS