یو شمير مدافع وکیلان و ارزول شول

د اسلامي امارت، د عدلیې وزارت د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام د ۱۱ تنو مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر ترسره کړ.
په دې ارزونه کې چې د شعبان د میاشتې په ۲۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د مدافع وکیلانو ریاست له خوا ترسره شوه، د مدافع وکیلانو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، علماوو او د یاد ریاست نورو مسؤولینو حضور درلود.
په دې بهیر کې ۱۱ تنو مدافع وکیلانو ګډون درلود او علماوو او د مدافع وکیلانو د ریاست مسؤولینو له هغوی څخه د فقهي او حقوقي مسایلو په تړاو پوښتنې مطرح کړې. ټاکل شوې ده چې د دغې ارزونې پایله به ژر اعلام شي.
د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د مدافع وکیلانو د فعالیت جواز تمدیدولو په منظور په دوامداره توګه ترسره کوي ترڅو جواز په شرایطو برابرو مدافع وکیلانو ته وویشل شي.