د زابل ولایت په مرکز کې د ۴ دارالوکالو بررسي او نظارت

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۲:۱۷
.

د زابل ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز په قلات ښار کې ۴ دارالوکالۍ بررسي او نظارت کړې او د هغو متصدیانو ته یې لازمې توصیې وکړې.

د پلاوي د بررسۍ په ترڅ کې مشخصه شوه چې یادې شوې ټولې دارالوکالې اصولي جواز او سندونه لري او په قانوني ډول فعالیت ترسره کوي.

د یادو دارالوکالو مسؤولینو د عدلیې ریاست د نظارتي پلاوي له همکارۍ خوښۍ څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د عدلیې وزارت له‌خوا وضع شوي ټول اصول به په بشپړ ډول عملي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS