په کنړ ولایت کې د نږدې ۳ جریبه غصب شوې امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۲:۱۳
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول د میاشتې په ۲۱ نېټې د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم شامکار حکیم آباد کلي ته ولاړ او غصب شوې کرنیزې ځمکې او د کادستري ټوټو پر ۲.۸۲۳ جریبه ځمکې باندې ودان شوي کورونه چې د ۱۱ تنو غاصبینو په واسطې جوړ شوي له نږدې وکتل او بررسي کړل.

یاد شوي هیئت د دغه ځمکې مساحت، کروکي، ډول، بیه او اربعه حدود تشخیص او تفکیک کړل او د هغو د غاصبینو شهرت يې په جدول کې درج کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS