د عدليې وزارت په انګړ کې د اوبو د فوارې پرانیستل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۳:۵۷
.

د عدلیې وزارت د جومات شریف مخامخ د اوبو فواره چې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په همکاري جوړه شوې، د ربیع الثاني د میاشت په ۱۴ نېټې د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مقاماتو په حضور سره پرانیستل شوه.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شویي وو، د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د یاد وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس علي الله سروري او د عدلیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارمندانو برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د عدلیې  وزارت سرپرست د یادې فوارې په جوړولو کې د افغان بیسیم شرکت له همکارۍ څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه، ویې ویل د دغې فوارې جوړیدل چې د عدلیې وزارت د جومات شریف او د یاد وزارت د انګړ د لازیاتې ښکلا سبب شوی، یوازې عدليې وزارت ته خدمت نه دی بلکه د افغانستان ټول ولس ته خدمت دی؛ ځکه چې د عدليې وزارت یو عام المنفعه ځای دی او ټول یې له منظرې او ښکلا څخه ګټه پورته کوي او ورځني خوند اخلي. نوموړي د لوی څښتن تعالی له دربار څخه استدعا وکړه چې د عدلیې وزارت جومات ته د افغان بیسیم شرکت خدمت د هغو په جاریه صدقه کې وشمېري او اجر ور په برخه کړي.

په دغو مراسمو کې، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس جوماتونه د اسلامي شعایرو له جملې څخه یاد کړل او جوماتونو او عام المنفعه موضوعاتو کې خدمت له خپلو شرعي وجایبو څخه وبلل او ویې ویل هرڅومره خدمت چې په دې لار کې ترسره کړو بیا هم لږ دي.

نوموړي وویل پر دې سربېره چې د افغان بیسیم شرکت یو سوداګریز شرکت دی تل یې هڅه کړې ترڅو د خپل له وسې سره سم د خلکو او د اسلامي موضوعاتو د خدمت په لار کې خپل مسؤلیتونه ادا کړي. نوموړي ژمنه وکړه چې دغه شرکت به په نورو برخو کې هم له عدليې وزارت سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS