د کار موندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام له پاره د کنټرول او نظارت بورد غړی (څلورم رتبه) یو بست د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۲/۸/۱ تر ۱۴۰۲/۸/۱۱هـ . ل سره سمون خوري اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د کنټرول او نظارت بورد غړی
بست: (۴)
وزارت یا اداره: عدلیې وزارت
اړونده برخه: د داخلي پلټنې ریاست
دپست موقعیت: کابل
راپور ورکول: د کنټرول او نظارت بورد آمر ته
د دندې موخه:
د اصولو، موخو، پالیسۍ، لوایحو، کړنلارو او د اړوند نافذ شویو تقنینو سندونو په مطابقت کې د مفتشینو او د وزارت تر اثر لاندې ادارو د کاري اجراآتو له بهیر څخه نظارت او کنټرول.
د دندې واکونه او مسؤلیتونه:
تخصصي دندې:
۱- د اداري فساد د تشخیص، کمولو او د هغه د مخنیوي په منظور د عدليې وزارت د ټولو ریاستونو د مسلکي او اجرائیوي اجراآتو نظارت او کنټرول؛
۲- د کاري اجراآتو له حالت او د ځنډ له څرنګوالي او له ناکامۍ څخه نظارت او کنټرول، د هغو د لري کولو په غرض د ذیصلاح مقاماتو د تصمیم نیولو په موخه د اصلاحي نظریاتو وړاندې کول؛
۳- په وخت له نظارت شویو ادارو څخه د راپورونو ترتیب او اړوند آمر ته د هغو وړاندې کول؛
۴- د ذیصلاح آمرینو له لارښوونې سره سم د مراجعینو ستونزو ته د رسیدګۍ په منظور له اړوند ادارو څخه د پاڼو او سندونو غوښتل؛
۵- د مراجعینو د رارسیدل شویو شکایتونو په برخه کې په وخت او لازمه رسیدګي او اړوند آمریت ته د هغې راپور وړاندې کول.
مدیریتي دندې:
۶- د ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو لپاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛
۷- د وزارت د مشرتابه د خبرولو په غرض د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو او د ضرورت په مهال د میاشتني، ربعوار او کلني راپور وړاندې کول؛
۸- له قوانینو، مقررو او د وزارت د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛
د همغږۍ دندې:
۹- د سپارل شویو چارو په مخ وړلو لپاره له نورو اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو ساتل.
د ګمارنې شرطونه (د تحصیل او کاري تجربې کچه):
دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د ۸،۷ او ۳۴ موادو پام کې نیولو سره لږ تر لږه په لاندنیو شرطونو او معیارونو سره ترتیب شوې ده:
تحصیلي څانګه: لږ تر لږه په اسلامیاتو، شرعیاتو، حقوقو، اقتصاد، اداره او عامه پالیسۍ څانګو کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل پورته یادو شوو څانګو کې د لوړو درجو درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛
کاري تجربه: لږ تر لږه یو کال د دندې اړوند کاري تجربه درلودل؛
لازم مهارتونه:
- د هیواد په یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) تسلط او له انګلیسي ژبې (لیکنې او خبرې کولو) سره آشنايي؛
- د دندې اړوند د کمپیوټري برنامو مهارتونه درلودل؛
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له (دغه ځای ) او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.