د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۴ نېټې د پنجشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د عدلې ریاست د رئیس مولوي محمد رئیس محمدي په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د یاد ریاست د لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارمندانو ته د خپلو مسؤلیتونو پر مخ وړلو، حاضرۍ ته د پابندۍ، له مراجعینو سره د ښه چلند او د نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه د کاري چارو ښه والي په منظور مطرح کړې.
د عدليې رئیس د یاد ریاست له کارمندانو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.