د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او د دغه ولایت د استخباراتو ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۲:۷

د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي د ربیع الثاني د میاشتې په ۲ نېټې د سه شنبې په ورځ د حقوقي مساعدتونو وړاندې کولو په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په منظور د یاد ولایت د استخباراتو ریاست له مرستیال سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې چې د پکتیا ولایت د استخباراتو په ریاست کې ترسره شوه، د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمر او حقوقي مساعدینو او د استخباراتو د ریاست یو شمېر مسؤلینو برخه واخیسته.

په دغې ناسته کې د عدلیې رئیس د حقوقي مساعدتونو د آمریت د فعالیتونو او په جزايي موضوعاتو کې بې وزله شکمنو او تورنو ته د با کیفیته خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي او په مدني موضوعاتو کې د بې وزله ماشومانو او ښځو له شرعي او قانوني حقوقو څخه د دفاع په اړه معلومات ورکړل او دغه ریاست ته د استخباراتو د ریاست له لارې د بې وزله شکمنو او تورنو په معرفي کولو یې ټینګار وکړ.

د استخباراتو د ریاست مرستیال په دغې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او هم یې اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د عدالت د تامین او د بې وزله شکمنو او تورنو د حقوقو د رعایت په منظور په شرایطو برابرو تورنو ته د عدلیې له ریاست څخه د حقوقي مساعد غوښتنه وکړی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۳۷
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو ۱۶ تنو متصدیانو لپاره زده‌کړه ییزه برنامه جوړه شوه

د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د خوږياڼۍ ولسوالۍ اړوند د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۱۶ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د جمادی الأولی د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

د کنړ ولایت عدلیې ریاست په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر مسؤولينو سره د همغږۍ ناسته د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عدلیې رياست په مقر کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۸:۵۲
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

په کندز ولایت کې د شمال‌شرق زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۲مه نېټه د یکشنبې په ورځ، په کندز ولایت کې له شپږو دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

BACK TO NEWS