د کابل په ښار کې د ۱۰ اتحاديو، شورا او خیریه بنسټونو د غیرقانوني فعالیت مخنیوي وشو

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۳:۴۸

د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو د ریاست نظارتي هیئت په کابل ښار کې ۹ اتحادیې او ۱۳ خیریه بنسټونه بررسي او نظارت کړل.

یاد شوي هیئت د دغې بررسۍ په ترڅ کې ۵ خیریه بنسټونه، ۴ اتحادیې او ۱ شورا چې په غیرقانوني ډول جوړ شوي او په خپل سر ډول یې فعالیت ترسره کاوه، وپېژندل او د هغوی د غیرقانوني فعالیت مخنیوی یې وکړ او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته.

هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې خپلې اتحادیې او خیریه بنسټونه رسمي کړي او هغو لپاره جواز ترلاسه کړي او په راتلونکي کې له غیرقانوني فعالیت څخه ډډه وکړي.

د عدلیې وزارت د ټولنو او د ټولنیزو بنسټونو د چارو د ریاست نظارتي هیئت په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي ترڅو د هغو د غیرقانوني فعالیت مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS