د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه آزموینه واخیستل شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۴:۵۷
.

 د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د ربیع الاول د میاشتې په ۱۱ نېټې د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د آزموینې اخیستلو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.

په دغې برنامې کې د عدليې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري او د دغه ریاست نورو مسؤلینو د آزموینې له بهیر څخه نظارت ترسره کړ. په دغې آزموینه کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز ۲۱ تنو غوښتونکو برخه اخیستې وه.

د عدلیې وزارت وړ کسانو ته د عریضه لیکنې د فعالیت جواز د ویشلو په منظور، وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه په یاد وزارت کې آزموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۸:۵۴
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ځینو ښارګوټو او د لسګونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۶ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په لړم (عقرب) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۸۵ دفترونه. . .

BACK TO NEWS