د کاپیسا ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د یاد ولایت د عدلیې رئیس کتنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۴۲
.

د کاپیسا ولایت د عدلیې رئیس قاري شکر الله احمد او د یاد ریاست د حقوقي مساعدتونو آمر د ربیع الاول د میاشتې په ۸ نېټې د شنبې په ورځ د یاد ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د عدلیې ریاست په مقر کې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې، د مدافع وکیلانو د مقاولاتو او عوایدو د ثبت د کتاب، له محکمو سره د مدافع وکیلانو د ستونزو او ننګونو، په جنايي قضیو کې د مدافع وکیل د درلودلو حق د پوهاوي او د مدافع وکیلانو د نورو ستونزو  په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

د کاپیسا ولایت د عدلیې رئیس د دغه ولایت له مدافع وکیلانو څخه وغوښتل چې له مراجعینو سره ښه چلند ولري او د یوبل د تخریب په لټه کې و نه اوسي. نوموړي د دغه ولایت له مدافع وکیلانو سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS