میدان وردک ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۳:۴۷
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶ نېټې د سه شنبې په ورځ میدان وردک ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې کتنه او خبرې وکړې.

د کمېسیون مشرتابه د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره ناسته جوړه کړه او په هغې کې د عدلیې وزارت سرپرست د موضوع په تړاو خبرې وکړې. نوموړي یاد ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي د سفر موخې په بیانولو سره، د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې له تخنیکي هیئتونو سره په ولایتونو او له مرکزي کمېسیون سره د سیمه ییزو ادارو همکاري اړینه وبلله.

د عدليې وزارت سرپرست وویل چې په اسلامي نظام کې له بیت المال څخه ساتنه مهمه ده او ټول په دغې برخه کې مسؤلیت لري او په ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو مسؤلیت له ټولو څخه زیات دی.

له بلې خوا، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د ادارو د مسؤلیتونو په تړاو خبرې وکړې او د سیمه ییزو ادارو له ټولو مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون قانون، اصول، مقررات او برنامې په دقیقه توګه مطالعه کړي. نوموړي پر لازیاتې همغږۍ او یووالي ټینګار وکړ او په دغه ولایت کې له سیمه ییزو مقاماتو څخه وغوښتل چې د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.

د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور هم په دغې ناستې کې وویل چې د نظام له دندو څخه یوه هم د بیت المال ساتنه او د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی دی. د نوموړي په وینا، اسلامي امارت په ټولو مسایلو کې او په ځانګړي توګه د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې قاطع دریځ لري. نوموړي ټینګار وکړ چې غصب شوې ځمکې به له پېژندنې څخه وروسته له اصولو سره سم بیاځل خلکو ته وویشل شي.

په همدې ترتیب د کور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان مهاجرینو موضوع ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ځمکو د غصب موضوع په حل کیدلو او بېرته هیواد ته د هغوی په راستنیدو سره، هغوی ته آسانتیاوې برابریږي. نوموړي د عدالت په تامین او له امارتي څخه د شخصي ځمکو په تفکیک هم ټینګار وکړ.

د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق هم د ادارو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د امارت د قضایاو اړوند کارونو ته لوموړیتوب ورکړل شي.

د میدان وردک والي قاري بختیار معاذ او د دغه ولایت نورو مسؤلینو هم د ځمکو د غصب د مخنیوي په اهمیت ټینګار وکړ  او له تخنیکي هیئت سره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي د میدان وردک له والي او له سیمه ییزو مسؤلینو سره له کتنې څخه وروسته، په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې بررسي کړې او په دغې برخه کې یې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS