د لوګر ولایت له نوي والي سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۳:۱۵

د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۰ نېټې د چهارشنبې په ورځ د لوګر له نوي والي مولوي ضیاء الرحمن مدني سره د دغه ولایت په مقر کې وکتل.

یاد هیئت د دغه ولایت نوي والي ته د خپلو فعالیتونو او اجراآتو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې په بشپړې همکارۍ سره به د دغه هيئت کارونه پرمخ وړي.

دغه راز یاد هیئت خپل کاري ناسته ترسره کړه او د دغه ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په سرخ آباد ساحې کې د ګرګاو کاریز دوسیې په اړه یې بحث وکړ او د دعوا له لورو څخه يې اثباتیه مدارک وغوښتل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS