د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۳:۳۱
.

د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱ نېټه د دوشنبي په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د ترینکوټ ښار په ګرم آب کلي کې د یو شخص له لوري د امارتي ځمکې د غصب او پلورلو د ادعا موضوع بررسي او یاد شخص غونډې ته وغوښتل شو او له نوموړي څخه شرعي سندونه وغوښتل شول. په همدې توګه نوموړي ته لارښوونه وشوه چې د ځمکې ثابتیدلو پورې له نویو تصرفاتو څخه ډډه وکړي.

په یاده ناسته کې په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۹ جریبه ځمکې موضوع چې یو شخص له هغې څخه شرعي قباله لري او د کرنې مدیر ځمکه امارتي بللې او له نوموړي څخه اخیستې، بررسي شوه. هیئت له یاد شخص څخه د قبالې تائیدي وغوښتله چې مشخص شي ځمکه شخصي ده که امارتي.

هیئت د چنارتو ولسوالۍ د شمشک کاریز موضوع چې وړاندې د تخنیکي هیئت غړو دغې ساحې ته سفر کړی وو هم بحث وکړ او دغې برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

د شفلوغ دښتې ساحې ته د کاري سفر په اړه خبرې وشوې چې د دغه سفر په ترڅ کې یاده دښته چې زرګونه جریبه ځمکه په کې شامله ده تشخیص شوه. یاده دښته په بشپړ ډول امارتي ده چې د بوم او شفلوغ کلیو اوسیدونکي پرې شخړه لري. تخنیکي هیئت د دواړه لورو تصرفات په ساحه کې منع کړل.

راتلونکو ورځو کې ساحو ته د هیئت د سفر په اړه هم بحث وشو او لازم تصمیم ونیول شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS