د لوګر ولایت د والي له مرستیال سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه
د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د والي له مرستیال سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه له نوموړي سره خبرې وکړې.
په دغې ناسته کې د لوګر ولایت د نورو سیمه ییزو ادارو مسؤلینو هم حضور درلود، تخنیکي هیئت خپل کاري راپور او د دغه هیئت د چارو د پیاړوتیا په تړاو ځیني نور وړاندیزونه د دغه ولایت د والي له مرستیال سره شریک کړل.
د لوګر د والي مرستیال تخنیکي هیئت ته یو لړ لازمې لارښوونې وکړې او هم يې له دغه هیئت سره د همکارۍ ژمنه وکړه.