د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ناستې جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۹:۳۴

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د کار او ټولنیوز چارو د وزارت سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رئیس مولوي شمس الدین شریعتي، د ځانګړې محکمې رئیس قاضي محمد انور مدثر، د دغې محکمې غړي مولوي شمس الله سالک، مولوي عبدالودود دیوبندي، مولوي صدیق الله مشال او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دغې ناسته کې، د ننګرهار او کابل ولایتونو اړوندو دوسیو په اړه د کمېسیون د غړو او تخنیکي هیئتونو پریکړې او نظرونه وروستي او لاسلیک شول او د تطبیق په غرض د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته واستول شوې.

دغه راز په یاده ناسته کې، د علاءالدین خیل ښارګوټي، د حبیب الله ځاځي ښارګوټي، سیدجمال الدین ښارګوټي او میرویس ښارګوټي په اړه د کمېسیون پریکړې د دغو ښارګوټو مسؤلینو ته بیان شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS