د کنړ ولایت له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۹:۴۷
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت رئیس او غړي د ذالقعدې د میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د کنړ ولایت بېلابېلو ساحو ته ولاړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

یاد شوی هیئت په دریو کاري ټيمونو وویشل شو او یو ټیم د امارتي قطعاتو د تثبیت او تشخیص په منظور د خاص کنړ ولسوالۍته سفر وکړ. یاد شوي ټیم د دغې ولسوالۍ له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره ناسته جوړه کړه او د هغو اړوند مقرراتو او اصولو په اړه يې معلومات وړاندې کړل او له هغوی څخه د همکارۍ غوښتونکی شو چې ځایي مسؤلینو هم د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د هیئت غړو د یادې ولسوالۍ له یو شمېر عارضینو سره وکتل او له هغوی سره یې د هغوی د موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې او یو شمېر اشخاص یې خپل راتلونکې غونډې ته د کرنې په ریاست کې وغوښتل او له یو شمېر نورو څخه یې هم سندونه وغوښتل.

دغه راز د یاد هیئت غړو د شالي ولي ساحې له اوسیدونکو سره وکتل او د ځمکو د اجارې ورکولو په اړه یې هغوی ته معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې هره پریکړه د سندونو او اصولو پر اساس ترسره کیږي او د هیچا حق به نه ضایع کېږي. تخنیکي هیئت هغوی ته وویل چې د سیند غاړې او د غرونو د لمنو ځمکې ټولې امارتي دي او هیڅوک امارتی ځمکې په غیرقانوني ډول په اجاره نه شي ورکولی.

په همدې توګه هیئت د خاص کنړ بیلي ساحې ته ولاړ او د یو اندازه ځمکې له غصب څخه یې مخنیوی وکړ او پر متصرفینو يې ټینګار وکړ چې نور امارتي ځمکو کې کرکیله و نه کړي. په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم هیئت پر یو ټوټه ځمکې د کار مخنیوی وکړ.

د تخنیکي هیئت بل ټیم د ۸۶۴ کادستري ټوټي د ۱۰ غاصبینو کورونو جدول ترتیب کړ او غاصبین یې هم مشخص کړل.

د دغه هیئت دریم ټیم د ډنډونو امارتي ساحې قطعې ته ولاړ او د یادې قطعې ۹۱ غاصبینو شهرت یې په جدول کې درج کړ او هم یې په ساحه کې د نوي کار او تصرفاتو مخنیوی وکړ.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS