د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل او یاد ولایت کې له ځینو ساحو څخه د هیئت لیدنه
د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وکړه.
په دغې ناسته کې د چوڼۍ، دولتزیو، حلیم کلا او حبیب کلا په ساحو کې د هیئت د اجراآتو په اړه معلومات وړاندې شول او په دغو ساحو کې رامنځته شوې ستونزې بیان شوې. یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې راتلونکې ورځ د سهاک او ګلاګو ساحو څخه لیدنه وکړي.
دغه راز پریکړه وشوه چې د امنیتي حوزې په جنوب کې ۱۵۵ جریبه ځمکه چې د ټرانسپورټ ریاست له پاره تعیین شوې د اداري او املاکي پړاونو له تېرولو څخه وروسته دغه ریاست ته وسپارل شي.
یاد شوي هیئت له غونډې څخه وروسته د هوايي ډګر په ختیځ کې په امارتي شکمنو ځمکو کې د تاسیساتو جوړولو د مخنیوي په منظور دغې ساحې ته ولاړ او له هغې څخه لیدنه وکړه. دغه راز یاد هیئت د حبیب کلا او حلیم کلا له ساحو څخه لیدنه او بررسي ترسره کړه.