د اطلاعاتو او کلتور وزارت له معین سره د عدلیې وزارت د مسلکي معین کتنه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۵:۶
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د ذوالقعدې میاشتې په ۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر له معین مولوي عتیق الله عزیزي سره د عدلیې وزارت په مقر کې وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې، د عدليې وزارت د تقنین لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده او د یاد وزارت د جمعیتونو او خیریه بنسټونو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني هم حضور درلود او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قوانینو او مقرراتو، د ژورنالیستانو د اتحاديې او نورو موضوعاتو په اړه په کې بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS