د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشتې په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په چمتال ولسوالۍ کې د څو تنو تر اجارې لاندې د ۵۰۰ جریبه ځمکې په تړاو بحث وشو او پریکړه وشوه چې اجاره دار ته یې استعلام ورکړل شي ترڅو د متصرفینو شهرت او پر دغې ځمکه د هغوی د تصرفاتو څرنګوالی څرګند شي.

په دغې ناسته کې، ورشو او شپوله کلیو کې د امارتي ځمکو تفکیک له پاره د کادستر فني ټیم موظف شو ترڅو یادې شوې ساحې بررسي کړي. دغه راز د مزار شریف پنځمې ناحیې کې د ۱۳۵ جریبو ځمکو په اړه راپور د تایید وړ وګرځید او پریکړه وشوه چې متصرفین یې جلب کړل شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د استخباراتو ریاست پر وړاندې د یو شخص د ادعا په اړه پریکړه وشوه چې د کادستر ټیم ساحه له نږدې څخه بررسي کړي. یاد شوي هیئت یو شمېر نور موضوعات هم بررسي کړل او پریکړه یې وکړه چې د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې څه دپاسه د ۱۹۲۱ جریبه ځمکې متصرفینو او مدعیانو ته استعلام وویشل شي او له هغوی څخه سندونه وغوښتل.