د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۴:۱۹
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هيئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، پمپ خانه او جوی غفور کلیو کې د یو شخص د وارثینو او د افغانګاز تصدۍ د ادارې ترمنځ د شخړې لاندې ځمکې په تړاو د یاد هیئت د سکرتریت راپور وړاندې شو او د تایید وړ وګرځید او پریکړه وشوه چې یاد راپور مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

په دغې ناسته کې، توظیف شويو ټیمونو هم پر ۱۰ کلیو او بېلابېلو ساحو د خپل د اجراآتو راپور وړاندې کړ. د دغه راپور پر اساس د جوی وزیر، کوکلداش کلیو او د افغان ګاز تصدۍ  پروژې ساحوي څېړنې او بررسۍ بشپړې شوي او حقوقي، انجنیري او اداري کارونه یې د بشپړېدلو په حال کې دي.

د پاتې ساحو بررسۍ روانې دي او هیئت لارښوونه وکړه چې پر یادو ساحو کار په جدیت او دقت سره تعقیب شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS