په غزني ولایت کې کابو ۸۴۴۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۱۰:۱۵
.

د غزني ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت اندړ او ګیرو ولسوالیو ته سفر وکړ او نږدې ۸۴۴۰۰ جریبه ځمکه یې امارتي تثبیت کړه او د هغې له غصب څخه یې مخنیوی وکړ.

دغه هیئت د یادو شویو ولسوالیو په سویل کې لاړوتو ساحې ته ولاړ او د هغې درې قطعې ځمکې یې امارتي تثبیت کړې. ددغې ځمکې لومړۍ قطعه ۲۶۱۰۰ جریبه، دوه یمه قطعه یې ۲۹۴۹۵ جریبه او دریمه قطعه کې یې ۲۸۸۰۲ جریبه ځمکه په کې شامله ده.

دغه هیئت یادې شوې ټولې ځمکې چې مجموع یې ۸۴۳۹۷ جریبه ځمکه کیږي، امارتی تثبیت کړې او د هغوی له غصب څخه یې مخنیوی وکړ.  دغه هیئت یاد غاصبین هم راتلونکې ورځ وغوښتل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS