د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د امارت د قضایاو نوی آمر معرفي شو

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۷ - ۹:۳۵
.

مولوی عبدالجلیل شاکر د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د امارت د قضایاو د نوي آمر په حیث او ریاض ځلاند ددغه آمریت د نوی مدیر په حیث، معرفي شول.

په هغو مراسمو کې چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رمضان میاشت په ۳ نېټه د شنبې په ورځ د پکتیا ولایت په عدليې ریاست کې جوړ شوي ول، د پکتیا ولایت د عدليې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي او ددغه ریاست ټولو مسلکي او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې، د عدليې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د امارت د قضایاو نوي آمر او ددغه آمریت نوي اداري مدیر ته د هغوی د نویو مسوولیتونو مبارکي وویله. نوموړي زیاته کړه چې مسوولیت یو ستر امانت دی چې د اسلامي امارت د مقاماتو لخوا موږ ته سپارل کیږي او موږ د الله تعالی(ج)، نظام او خلکو پر وړاندې مسوول یو. نو ځکه موږ د خپلو مسوولیتونو ترسره کولو کې باید الله(ج) حاضر وګڼو او په ټول توان اسلامي نظام، هیواد او خپل مظلومو خلکو ته خدمت وکړو.

د عدليې رئیس ددغه ریاست د امارت د قضایاو له نوي آمر او اداري مدیر سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او هغوی ته يې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لازیاتو خدمتونو د توفیق دعا وکړه.

ورپسې د امارت د قضایاو نوي آمر د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د عدليې وزارت د مشرتابه مقاماتو له باور څخه یې قدرداني وکړه.

ددغو مراسمو په لړ کې، د یاد شویو مسوولینو د تقررۍ لیکوونه ولوستل شول او یاد شوي مسوولین ددغه ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS